rahman baba

عالمان دي روښنايي ددې دنيا
عالمان دي د تمام جهان پېشوکه څوک لار غواړي و خداى ته و رسول ته
عالمان دي ددې لارې رهنماکيمياگر که د کيميا په طلب گرځي
همدمي د عالمانو ده کيمياپه مجلس د عالمانو به سرۀ زر شي
که څوک کاڼى وي که لُوټه د صحراجاهلان دي په مثال د مرده گانو
عالمان دي په مثال د مسيحاچې مرده يې له نفسه ژوندي کېږي
عالمان دي واړه هسې اوليا

هر سړى چې رتبه نۀ لري د علم
سړى نۀ دى خالي نقش دى گويا

زه رحمان حلقه بگوش د هر عالم يم
که اعلٰى دى که اوسط دى که ادنىٰ
free web page counter
Provided by website-hit-counters.com .

Blog Archive